2 ما د خپل خُدائ پاک د کور د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنې، لرګى، د اونيکس کاڼو او جواهراتو، د ښائسته کاڼو ټوکړو او د سنګِ مرمر د مِقدار تيارولو هر کوشش کړے دے.
سوچه سرۀ زر، خوشبودار عطر او اونيکس کاڼى دلته ملاويږى.
زما د زوئ سليمان په زړۀ کښې دا جذبه واچوه چې ستا ټول حُکمونه ومنى او هغه کور جوړ کړى چې د کومې دپاره ما دا تيارے کړے دے.“
د دې هر څۀ نه علاوه، چې ما د مخکښې نه تيار کړى دى د خُدائ پاک د کور سره زما د مينې په وجه ما خپل سپين زر او سرۀ زر هم ورکړى دى.
بادشاه د خُدائ پاک کور د قيمتى کاڼو او د پروائم د مُلک د سرو زرو سره ښائسته کړو.
”بېشکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى.
د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى.
په هغه څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګوه، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او يو لعل ولګوه،
او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر ولګوه. دا به په سرو زرو کښې ګېر شوى وى.
دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،
او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر کاڼے ولګولو. دا په سرو زرو کښې ګېر وُو.
هغوئ اونيکس کاڼى تيار کړل او په سرو زرو کښې يې ګېر کړل، په دې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه ليکلے شوى وُو.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
ځکه زۀ دا ګواهى ورکوم چې هغوئ د خپل وس په مطابق نه، بلکې د خپل وس نه يې هم زيات په خپله خوښه ورکړل.
هر څۀ چې تاسو کوئ د زړۀ په مينه يې کوئ لکه چې دا تاسو د مالِک دپاره کوئ، او نۀ چې د بنى آدمو دپاره.