هغه دې تا او ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو. او دا مُلک دې ستا شى، چې په کوم کښې تۀ مسافر وې او چې کوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“
خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.
مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ دا ټول دولت ستا د کور د جوړولو دپاره راوړے دے چې ستا د نوم درناوے وشى، خو دا ټول دولت ستا نه راغلے وو او دا ټول ستا دے.