Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 28:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو اوس زما خلقو، زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک خُدائ د خلقو بنى اِسرائيلو د غونډې په مخکښې زۀ تاسو ته وايم چې هغه هر څۀ هم هغه شان پوره پوره منئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغې حُکم راکړے دے، نو چې دا ښۀ مُلک ستاسو ميراث وى او چې د همېشه دپاره يې خپلو راتلونکو نسلونو ته منتقل کړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 28:8
28 Iomraidhean Croise  

کۀ هغه زما ټول قانون او حُکمونه هم هغه شان منى لکه څنګه يې چې نن منى نو زۀ به د هغۀ بادشاهى د همېشه دپاره قائمه وساتم.


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى.


ما د خپل کلام په تعليماتو باندې پوهه کړه، نو ستا په عجيبه کارونو به بيا غور وکړم.


مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.


زۀ به هر وخت ستا د شريعت تابعدارى کوم، او د تل دپاره به يې منم.


چې ما مالِک خُدائ تاسو ته څۀ وئيلى دى په هغې عمل کوئ. د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ او نۀ چې ستاسو د خولې نه د هغوئ د نومونو ذکر واورم.


يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.


زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.


د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بې‌جوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.


نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“


دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.


بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشرانو خلقو ته وفرمائيل، ”نن چې زۀ کوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ.


نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى،


هغه دا لوظ زمونږ ټولو سره کوى کوم چې نن دلته د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په مخکښې ولاړ يُو او زمونږ د اولاد سره هم چې هغوئ لا پېدا شوى نۀ دى.


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.


په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.


بنى اِسرائيلو، ګورئ چې تاسو هغه هر څۀ وکړئ د کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکړے دے. او د دې قانون نه اخوا دېخوا مۀ اوړئ.


په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.


او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan