Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 28:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ستا زوئ سليمان هغه څوک دے چې هغه به زما کور جوړ کړى. هغه ما د دې دپاره خوښ کړے دے چې زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 28:6
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم.


او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے.


اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،


هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو.


خو عيسىٰ د موسىٰ نه زيات د جلال لائق دے، لکه څنګه چې د کور جوړونکے د کور نه زيات عزتمند وى.


خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.


نو په هم دې ځائ کښې هغه بيا فرمائى چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan