Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 28:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک زما د پلار د مکمل خاندان نه زۀ خوښ کړے يم چې د تل دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړم. هغۀ د مشرۍ کولو دپاره د يهوداه قبيله خوښه کړه او د يهوداه نه يې زما د پلار خاندان خوښ کړو. دا د هغۀ خوښه وه چې د خپلو وروڼو نه يې زۀ خوښ کړم او په ټولو بنى اِسرائيلو يې بادشاه جوړ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 28:4
18 Iomraidhean Croise  

نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو.


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، تا چې زما او زما د اولاد په حقله کومې وعدې کړې دى هغه د همېشه دپاره پوره کړه او هغه څۀ وکړه چې تا د څۀ په حقله فرمائيلى دى.


نو زۀ تا ته سوال کوم چې زما اولاد له برکت ورکړه. مالِکه خُدايه، هغوئ به د همېشه دپاره ستا په برکت کښې پاتې شى او ستا برکت دې د همېشه دپاره د هغوئ سره وى.“


خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.


خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“


جِلعاد زما دے او منسى هم زما دے، اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.


زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم، ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.


جِلعاد او منسى دواړه زما دى. اِفرائيم زما ټوپۍ او يهوداه زما د بادشاهۍ کونټۍ ده.


زۀ به ستا بچى د تل دپاره بادشاهان مقرر کړم، زۀ به ستا تخت نسل در نسل قائم ساتم.“


ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


بيا د زيف يو څو سړى په جبعه کښې ساؤل له راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داؤد د يشيمون صحرا په غاړه د حکيله په غرۀ باندې پټ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan