Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 28:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بې‌حوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 28:20
17 Iomraidhean Croise  

په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.


کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې.


تۀ په دې پوهه شه چې مالِک خُدائ تۀ د هغۀ د مقدس کور جوړولو دپاره خوښ کړے يې. نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


د ټولو مذهبى لانجو آخرى اختيار به د مشر اِمام امرياه سره وى او د خلقو په مينځ کښې د ټولو لانجو آخرى اختيار به د يهوداه د حکمران د اِسمٰعيل زوئ زبدياه سره وى. د ليويانو ذمه وارى د هغه فېصلو کتل دى کومې چې په عدالتونو کښې کيږى. تکړه شئ او په دې اصُولو عمل کوئ. او مالِک خُدائ دې د اِنصاف کوونکو سره وى.“


اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“


بيا حجى، د خُدائ پاک پېغمبر، خلقو ته د مالِک خُدائ دا پېغام ورسولو، ”زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ فرمائى.“


خو اوس تکړه شه، اے زرُبابله، مالِک خُدائ فرمائى چې، تکړه شه، اے يشوَع د مشر اِمام يهوصدق زويه، تکړه شه، اے د دې مُلک ټولو خلقو، مالِک خُدائ فرمائى، کار کوئ. ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى،


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.


تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“


هغه رحم کوونکے خُدائ پاک دے. هغه به تاسو نۀ پرېږدى او نۀ به مو تباه کوى او هغه به هغه لوظ نۀ هېروى چې کوم هغۀ په خپله ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.


د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan