Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 28:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 داؤد د هغوئ په وړاندې ودرېدلو او تقرير يې ورته وکړو، ”زما خلقو او زما وروڼو، ما ته غوږ ونيسئ. ما دا اراده کړې وه چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاره د آرام ځائ يعنې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د پښو چوکۍ جوړه کړم. ما د هغۀ دپاره د يو کور د جوړولو تيارے کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 28:2
30 Iomraidhean Croise  

چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو.


بله خبره دا چې د دربار آفسران خپل بادشاه داؤد له عزت ورکولو دپاره دننه ورغلل او ورته يې ووئيل، ستا خُدائ پاک دې سليمان ستا نه هم زيات مشهور کړى او د سليمان بادشاهى دې ستا نه هم زياته بختوره شى. بيا داؤد بادشاه په خپل کټ کښې د عبادت دپاره ټيټ شو.


”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې.


”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما د اوسېدو دپاره يو کور جوړ کړې.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى.


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم.


دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو.


او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما د پلار داؤد منصوبه دا وه چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى،


مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“


”دا زما تر ابده پورې د آرام ځائ دے، او هلته به زۀ په تخت کښېنم د کوم چې ما خواهش کړے وو.


هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،


زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.


مالِک خُدائ، زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د تخت د وړاندې عبادت وکړئ، ځکه چې هغه مقدس دے.


د لبنان شان او شوکت به تا له راشى. د نختر، د صُندل او د سبر ونې به تا له راشى چې زما کور ښائسته کړے شى او داسې به زۀ خپل کور له جلال ورکوم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“


افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.


هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُت‌خانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.


چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.


مالِک خُدائ فرمائى چې ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟


ګورئ، کوم سړے چې د بادشاهۍ دپاره تاسو غوره کوئ نو چې هغه مالِک خُدائ هم غوره کړے وى. نو په کار دے چې هغه ستاسو د خپل قوم نه وى، يو مسافر خپل بادشاه مۀ جوړَوئ.


نو هغه به خپل ځان د خپلو خلقو نه اوچت نۀ ګڼى او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى به نۀ کوى. نو هغه به ډېر وخت پورې حکومت وکړى او د هغۀ اولاد به ډېره موده په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan