Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 28:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 داؤد بادشاه وفرمائيل، ”دا ټول تفصيل په هغه نقشه کښې ليکلے شوے دے چې مالِک خُدائ په خپله ما له راکړې وه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 28:19
8 Iomraidhean Croise  

په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.


ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“


دا خېمه د هغه نقشې په مطابق ودروه کومه چې ما تا ته په غرۀ ښودلې وه.


د مالِک خُدائ کلام په حزقى‌ايل اِمام، د بوزى په زوئ باندې د کبار د سيند په غاړه د بابل په مُلک کښې نازل شو او د مالِک خُدائ لاس په هغۀ وو.


نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.


نو بيا د مالِک خُدائ لاس په ما وو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او وادۍ ته لاړ شه، او زۀ به هلته تا سره خبرې وکړم.“


د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan