18 او د هغه قربانګاه د جوړولو دپاره څومره سوچه سرۀ زر چې په هغې باندې خوشبوئى سوزولے شوه او د وزرو والا هغه مخلوق د جوړولو دپاره چې د هغې وزر د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاسه خوارۀ وُو.
سليمان د مالِک خُدائ د کور دپاره د سرو زرو دا سامان هم جوړ کړو، قربانګاه، خُدائ پاک ته د پېش کړے شوې روټۍ مېز،
هغۀ ورته دا هم ووئيل چې د درې غاښو، جامونو او منګو په جوړولو کښې څومره سوچه سرۀ زر او د لوښو په جوړولو کښې به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،
والوتو هغه په وزرو والا مخلوق سور شولو، هغه د هوا په وزرو سور شولو.
د مالِک خُدائ جنګى ګاډۍ دى په سلګونو او زرګونو. مالِک خُدائ د سينا د غرۀ نه خپل مقدس ځائ ته راغلو.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.