17 هغۀ ورته دا هم ووئيل چې د درې غاښو، جامونو او منګو په جوړولو کښې څومره سوچه سرۀ زر او د لوښو په جوړولو کښې به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،
د سليمان د څښلو ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل په دربار کښې ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. سپين زر په کښې بېخى نۀ وُو استعمال شوى، ځکه چې د سليمان په وخت کښې دا قيمتى نۀ شو ګڼلے.
د سپينو زرو د مېزونو د جوړولو او د سرو زرو د هر يو مېز دپاره چې په دې باندې خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ پراته وه.
او د هغه قربانګاه د جوړولو دپاره څومره سوچه سرۀ زر چې په هغې باندې خوشبوئى سوزولے شوه او د وزرو والا هغه مخلوق د جوړولو دپاره چې د هغې وزر د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاسه خوارۀ وُو.
د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.