13 داؤد هغۀ ته د اِمامانو او ليويانو د ذمه وارو ادا کولو اِنتظام، د مالِک خُدائ د کور د کار کولو او د کور د ټولو لوښو خيال ساتلو طريقه هم وښودله.
داؤد ليويان په درېو ډلو کښې د هغوئ د قبيلو په مطابق تقسيم کړل، جيرسون، قُهات او مرارى.
هغۀ ورته دا طريقه هم وښودله چې د لوښو د جوړولو دپاره به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،
اِمامانو او ليويانو ته ذمه وارۍ حواله شوې دى چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې يې وکړى. د هر قِسم مهارت کاريګران د زړۀ نه غواړى چې ستا مدد وکړى او ټول خلق او د هغوئ مشران ستا د حُکم لاندې دى.“
نور د مقدس ځائ د سامان، د اوړو، د ميو، د زيتُونو تېلو، خوشبويۍ او مصالحو ذمه وار وُو.
او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلىعزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.