Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 27:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25-31 دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدى‌ايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو، وړو ښارونو او قلعو کښې وُو. د کلوب زوئ عزرى د پټو د زميدارانو مشر وو. د راما سِمعى د انګورو د باغونو مشر وو. د شفمى زبدى د ميو د جوړولو مشر وو. د جدر نه بعل حنان د نمرپرېواتۀ د غرونو په لمن کښې د زيتُونو او د چِنار د ونو مشر وو. يوآس د زيتُونو تېلو ذخيره کولو مشر وو. د شارون سِطرى د شارون په مېدان کښې د څاروو ذمه وار وو. د عدلى زوئ سافط په وادۍ کښې د څاروو ذمه وار وو. يو اِسمٰعيلى اوبِل د اوښانو ذمه وار وو. د مرونوت يهدياه د خرونو ذمه وار وو. يو هاجرى يازيز د ګډو او چېلو ذمه وار وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 27:25
11 Iomraidhean Croise  

هغه هر څۀ يوسف راغونډ کړل او په ښارونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېرچاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو.


نو حزقياه هغۀ ته د مالِک خُدائ د کور او د محل د خزانې ټول سپين زر ورولېږل،


د ضروياه زوئ يوآب مردم‌شمارى شروع کړه، خو مکمله يې نۀ کړه. خُدائ پاک د مردم‌شمارۍ په وجه بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه، نو ځکه د داؤد بادشاه په سرکارى حِساب کِتاب کښې د هغې آخرى تعداد ونۀ ليکلے شو.


داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې په يروشلم کښې راغونډ شئ. نو د قبيلو ټول آفسران، هغه آفسران چا چې د بادشاهۍ اِنتظام کولو، د فوجى ډلو مشران، د بادشاه او د هغۀ د زامنو د جائيداد او د څاروو ذمه وار کسان، د محل ټول آفسران، تکړه فوجيان او نور بهادر سړى په يروشلم کښې راغونډ شول.


بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه.


نو آسا د محل او د مالِک خُدائ د کور د خزانې نه سرۀ زر او سپين زر واخستل او د دې پېغام سره يې د شام بادشاه بِن‌حدد له دمشق ته ولېږل،


هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى.


نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.


خو په هغه ډله کښې لس کسان وُو چې هغوئ اِسمٰعيل سره دا خبره وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ چرې تۀ مونږ ونۀ وژنې نو کوم غنم، اوربشې، او د زيتون تېل او شات چې مونږ پټ ذخيره کړى دى هغه به تا له راوړُو.“ نو په دې خبره هغۀ هغوئ ژوندى پرېښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan