اول تواريخ 27:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2-15 دا د هرې مياشتې دپاره فوجى آفسران وُو: اوله مياشت، د زبدىاېل زوئ يسوبعام چې هغه د فارص د قبيلې يو کس وو، چې دا د يهوداه قبيلې يوه حِصه ده. دوېمه مياشت، د اخوحى اولاد دودى. مِقلوت په هغۀ پسې دوېم مشر وو. درېمه مياشت، د يهويدع اِمام زوئ بناياه، دا د هغه قبيلې مشر وو چې ”دېرش ګون“ بللے شوه. د هغۀ زوئ عميزباد د هغۀ نه پس د دې قبيلې مشر جوړ شو. څلورمه مياشت، د يوآب ورور عساهيل. د هغۀ نه پس د هغۀ زوئ زبدياه مشر جوړ شو. پينځمه مياشت، د اِضهار د قبيلې نه سمهُوت. شپږمه مياشت، د تقوع د عقيس زوئ عيرا. اوومه مياشت، د فلون د علاقې نه د اِفرائيم د قبيلې نه خلص. اتمه مياشت، د حوسه سِبکى. هغه د زارح د قبيلې وو، چې د يهوداه د قبيلې يوه برخه وه. نهمه مياشت، د بنيامين قبيلې په علاقه کښې د عنتوت نه ابيعزر. لسمه مياشت، د نطوفاتى مهرى. هغه د زارح د قبيلې کس وو. يوولسمه مياشت، د اِفرائيم په علاقه کښې د فِرعاتون نه بناياه. دولسمه مياشت، د نطوفاتى خلدى. هغه د عتنىاېل اولاد وو. Faic an caibideil |