Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 26:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 د يرياه په خپلوانو کښې دوه زره او اووۀ سوه تکړه سړى وُو. داؤد بادشاه هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته ولېږل او هغوئ يې د روبين، جاد او منسى د نيمې قبيلې مشران مقرر کړل. هغوئ د هغه ټولو کارونو ذمه وار وُو چې د هغې تعلق د خُدائ پاک او د بادشاه د خِدمت سره وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 26:32
7 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے.


دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.


دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو.


د ټولو مذهبى لانجو آخرى اختيار به د مشر اِمام امرياه سره وى او د خلقو په مينځ کښې د ټولو لانجو آخرى اختيار به د يهوداه د حکمران د اِسمٰعيل زوئ زبدياه سره وى. د ليويانو ذمه وارى د هغه فېصلو کتل دى کومې چې په عدالتونو کښې کيږى. تکړه شئ او په دې اصُولو عمل کوئ. او مالِک خُدائ دې د اِنصاف کوونکو سره وى.“


يشوَع د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې ته وفرمائيل،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan