Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 26:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 د اِضهار په ډله کښې کنعنياه او د هغۀ زامنو ته د مالِک خُدائ د کور نه علاوه ذمه وارۍ حواله شوې وې: هغوئ به حِساب کِتاب ساتلو او د بنى اِسرائيلو لانجې به يې هوارولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 26:29
11 Iomraidhean Croise  

د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل.


بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،


د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل اولاد ته هم ذمه وارۍ حواله شوې وې.


سلوميت او د هغۀ خاندان د هغه هر څيز مشران وُو چې کوم د مالِک خُدائ په کور کښې د استعمالېدلو دپاره وقف وُو، سره د هغه تُحفو چې سموئيل پېغمبر، ساؤل بادشاه، د نير زوئ ابنير، او د ضروياه زوئ يوآب راوړې وې.


نور ليويان د سامان د وړلو راوړلو او د مختلفو کارونو د کاريګرو مشران وُو او نورو به حِساب کِتاب ساتلو او څوکيدارى به يې کوله.


سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو.


عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.


کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،


او خپله لانجه د ليوى قبيلې اِمامانو ته او په هغه وخت کښې چې کوم قاضى حاضر وى هغوئ ته يې پېش کړئ، نو هغوئ پرېږدئ چې هغه لانجه فېصله کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan