اول تواريخ 26:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 سلوميت او د هغۀ خپلوان د هغه خزانو مشران وُو په کومو کښې چې هغه تُحفې پرَتى وې چې هغه داؤد بادشاه، د کورَنو مشرانو او وړو او غټو فوجى آفسرانو مالِک خُدائ ته وقف کړې وې. Faic an caibideil |
دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.