اول تواريخ 26:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 نمرخاتۀ طرف ته هره ورځ شپږو څوکيدارانو کار کولو، په شمالى طرف باندې څلورو او په جنوبى طرف باندې څلورو څوکيدارانو کار کولو. څلور څوکيداران به هره ورځ د ګودام په کوټو باندې مقررولے شول، چې په هره يوه کوټه باندې دوه دوه وُو. Faic an caibideil |
اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.