16 سفيم او حوسه ته د نمرپرېواتۀ طرف ته دروازه او په پاسنۍ لار باندې د سلکت دروازه حواله شوې وه. د څوکيدارۍ ذمه وارۍ په يو بل پسې په مقررو وختونو کښې تقسيم کړے شوې وې.
هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه.
هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو.
عوبيد ادوم ته د جنوب طرف ته دروازه حواله شوې وه او د هغۀ زامنو ته د ګودام د کوټو څوکيدارى حواله شوې وه.
نمرخاتۀ طرف ته هره ورځ شپږو څوکيدارانو کار کولو، په شمالى طرف باندې څلورو او په جنوبى طرف باندې څلورو څوکيدارانو کار کولو. څلور څوکيداران به هره ورځ د ګودام په کوټو باندې مقررولے شول، چې په هره يوه کوټه باندې دوه دوه وُو.
د نمرپرېواتۀ طرف ته دربار سره په لاره څلور څوکيداران وُو او په خپله په دربار باندې دوه څوکيداران وُو.
د هغۀ په دسترخوان چې کوم خوراک پروت وو، د هغۀ د آفسرانو د اوسېدو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او د هغوئ لِباس، د هغۀ ساقيان د هغوئ لِباس او هغه سوزېدونکې نذرانې يې وليدې چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ حقه حېرانه شوه.
دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمىاېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.