Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 26:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 عوبيد ادوم ته د جنوب طرف ته دروازه حواله شوې وه او د هغۀ زامنو ته د ګودام د کوټو څوکيدارى حواله شوې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 26:15
5 Iomraidhean Croise  

د شلمياه د پچې په ذريعه د نمرخاتۀ طرف ته دروازه ووتله او د هغۀ د زوئ زکرياه شمالى طرف ته دروازه ووتله، دا هغه سړ‌ے وو چې همېشه يې د حِکمت مشورې ورکولې.


سفيم او حوسه ته د نمرپرېواتۀ طرف ته دروازه او په پاسنۍ لار باندې د سلکت دروازه حواله شوې وه. د څوکيدارۍ ذمه وارۍ په يو بل پسې په مقررو وختونو کښې تقسيم کړے شوې وې.


نمرخاتۀ طرف ته هره ورځ شپږو څوکيدارانو کار کولو، په شمالى طرف باندې څلورو او په جنوبى طرف باندې څلورو څوکيدارانو کار کولو. څلور څوکيداران به هره ورځ د ګودام په کوټو باندې مقررولے شول، چې په هره يوه کوټه باندې دوه دوه وُو.


هغۀ د مالِک خُدائ د کور ټول سرۀ زر او سپين زر د مالِ غنيمت په توګه سامريه ته يوړل، د مالِک خُدائ د کور هغه سامان چې د عوبيد ادوم اولاد د هغې حِفاظت کولو او د محل خزانې يې يوړې. هغۀ د ځان سره قېديان هم بوتلل.


د خُدائ پاک د کور دا څوکيداران د خُدائ پاک د کور د دروازو سره د ګودامونو مشران وُو: متنياه، بقبوقياه، عبدياه، مسلام، طلمون او عقوب.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan