13 د هر خاندان وړوکوالى او غټوالى ته کتلو نه بغېر به پچه اچولے شوه چې د کومې يوې دروازې څوکيدارى ورته حواله کړے شى.
د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.
د اِلىعزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.
هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو.
د مالِک خُدائ د کور څوکيداران د هغوئ د کورَنو په مطابق په ډلو کښې تقسيم شوى وُو او هغوئ ته په هغه کور کښې د نورو ليويانو په شان ذمه وارۍ حواله شوې وې.
د شلمياه د پچې په ذريعه د نمرخاتۀ طرف ته دروازه ووتله او د هغۀ د زوئ زکرياه شمالى طرف ته دروازه ووتله، دا هغه سړے وو چې همېشه يې د حِکمت مشورې ورکولې.