Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 26:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 د مالِک خُدائ د کور څوکيداران د هغوئ د کورَنو په مطابق په ډلو کښې تقسيم شوى وُو او هغوئ ته په هغه کور کښې د نورو ليويانو په شان ذمه وارۍ حواله شوې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 26:12
7 Iomraidhean Croise  

نو هغوئ د شاميانو د کېمپ نه روان شول، واپس سامريه ته لاړل او د دروازو سېنتريانو ته يې آواز وکړو، ”مونږ د شاميانو خېمو ته تلى وُو خو نۀ مو د چا آواز واورېدو او نۀ مو څوک وليدل، آسونه او خرۀ تړلى پاتې وُو او خېمې هم هغه شان روغې ولاړې وې.“


هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو.


خِلقياه، طبلياه او زکرياه. د حوسه د خاندان ټول ديارلس کسان د مالِک خُدائ د کور څوکيداران وُو.


د هر خاندان وړوکوالى او غټوالى ته کتلو نه بغېر به پچه اچولے شوه چې د کومې يوې دروازې څوکيدارى ورته حواله کړے شى.


هغوئ او د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ د خېمې د دروازو د حِفاظت ذمه وار وُو.


يو ليوى، د يمنه زوئ قورې څوک چې د مالِک خُدائ د کور د نمرخاتۀ طرف ته دروازې مشر څوکيدار وو، هغه د هغه تُحفو د وصولولو او د تقسيمولو مشر وو چې کومې مالِک خُدائ ته پېش کېدلې.


د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan