اول تواريخ 26:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو، Faic an caibideil |
دا ليويان يروشلم ته واپس راغلل: د حسوب زوئ سمعياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې د مرارى د قبيلې عزريقام او حسبياه شامل وُو، بقبقر، حرس، جلال او د ميکا زوئ متنياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې زِکرى او آسف شامل وُو، د سمعياه زوئ عبدياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې جلال او يدوتون شامل وُو، برکياه، چې د آسا زوئ او القنه نمسے وو، چې هغه د نطوفاتى ښار په علاقه کښې اوسېدو.
اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.