7 دا څليريشت واړه تجربهکار سړى وُو، او د هغوئ خپلوان ليويان تکړه موسيقاران وُو. دا ټول دوه سوه او اتۀ اتيا سړى وُو.
هيمان او يدوتون د بيګلو، چمټو او د موسيقۍ د نورو څيزونو مشرى هم کوله چې په هغه وخت کښې غږولے شول چې کله ثناء صِفت وئيلے شو. د يدوتون زامن د دروازې په څوکيدارۍ مقرر وُو.
څلور زره کسان د څوکيدارۍ دپاره او څلور زره کسان د مالِک خُدائ د حمدوثناء وئيلو دپاره. هغوئ د موسيقۍ هغه څيزونه استعمالول چې بادشاه د دې دپاره ورکړى وُو.
کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو.