اول تواريخ 25:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمدوثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو. Faic an caibideil |
د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.