Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 25:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو:

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 25:1
46 Iomraidhean Croise  

سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې استعمال کړل او د دې نه يې د سندرغاړو دپاره بينجو او ربابُونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے.


اوس ما له د موسيقۍ والا راوله.“ نو کله چې هغۀ موسيقى وغږوله، نو مالِک خُدائ په اليشع باندې وحى نازله کړه،


په دې دوران کښې داؤد او ټول خلق د خپل ټول طاقت سره د خُدائ پاک د درناوى دپاره ګډېدل. سندرې يې وئيلې او ربابُونه، تمبلونه، چمټې او بيګلې يې غږولې.


نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو.


داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل.


د آسف څلورو زامنو زکور، يوسف، نتنياه او اسرى‌لاه، د آسف د مشرۍ لاندې کار کولو. چې کله هم بادشاه حُکم کولو نو آسف به د خُدائ پاک پېغام بيانولو.


د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمد‌و‌ثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو.


دا دوه سوه او اتۀ اتيا سړى د کورَنو په مطابق د دولسو دولسو کسانو په څليريشتو ډلو کښې تقسيم کړے شوى وُو، چې د هرې قبيلې يو يو مشر وو. هغوئ په دې ترتيب کار کولو: د آسف د خاندان نه يوسف، جدلياه، زکور، ضرى، نتنياه، بُقياه، اسرى‌لاه، يشعياه، متنياه، سِمعى، عُزى‌اېل، حسبياه، سبو‌اېل، متتياه، يريموت، حننياه، يسبقاشه، حنانى، ملوتى، الياته، هوتير، جدالتى، محازيوت او روممتى عزر.


د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى.


چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل،


آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا،


د مرارى قبيلې ايتان د درېمې سندرې مشر وو. شا ته ليوى ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: قيسى، عبدى، ملوک،


د ليويانو څۀ خاندان د مالِک خُدائ د کور د سندرو ذمه وارې وې. د دې کورَنو مشران د مالِک خُدائ د کور په يو څو کوټو کښې اوسېدل او د نورو کارونو کولو نه آزاد وُو، ځکه چې هغوئ به شپه او ورځ کار کولو.


د شپږو کالو اِنتظار نه پس يهويدع اِمام يوه فېصله وکړه. هغۀ د دې پينځو فوجى آفسرانو سره لوظ وکړو، د يروحام زوئ عزرياه، د يهوحنان زوئ اِسمٰعيل، د عوبيد زوئ عزرياه، د عداياه زوئ معسياه او د زِکرى زوئ الياسفط.


هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“


يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى.


يهويدع آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو.


حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو.


کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو.


د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو.


اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.


هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.


د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.


دا د ليويانو د کورَنو مشران دى: حسبياه، سربياه، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل. په هغه وخت کښې به دوو ډلو يو بل ته مخامخ نمبر په نمبر د خُدائ پاک ثناء صِفت کولو او د هغۀ شُکر به يې ادا کولو. دا به يې د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه ورته ښودلى وُو.


کله چې د يروشلم د ښار دېوال وقف کېدلو، نو ليويان د هغه ټولو ځايونو نه راوستلے شول چرته چې هغوئ اوسېدل، هغوئ د دې دپاره راوستلے شول چې د وقف کېدو په جشن کښې د شُکر ګزارۍ د سندرو سره او د چمټو او بينجو د موسيقۍ سره شريک شى.


سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.


د نوې مياشتې په ليدو سره بيګل ووهئ، او زمونږ د اختر د ورځې په راتلو سره کله چې سپوږمۍ پوره وى.


نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو.


بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربان‌ګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan