اول تواريخ 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7-18 دا هغه ترتيب دے چې په هغې کښې د څليريشتو کورَنو ډلو ته خپلې خپلې ذمه وارۍ حواله شوې وې: يهويريب، يدعياه، حارِم، شعوريم، مُلکياه، ميامين، هقوض، ابياه، يشوَع، سکانياه، اِلياسب، يقيم، خُفاه، يسباب، بِلجاه، اِمير، حزير، حفضيض، فتحياه، يحزقيل، يکين، جمول، دلاياه او معزياه. Faic an caibideil |
په واپس راغلو اِمامانو کښې دا کسان وُو: يدعياه، يهويريب او يکين. د خِلقياه زوئ عزرياه چې د مالِک خُدائ د کور مشر آفسر وو، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې مسلام، صدوق، مرايوت او اخيطوب شامل وُو. د يروحام زوئ عداياه، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې فشحور او مُلکياه شامل وُو، او ورسره د عدىايل زوئ معسى، چې د هغۀ په پلار نيکۀ کښې يحزيراه، مسلام، مسلميت او اِمير شامل وُو.