Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 24:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د اِلى‌عزر او د اِتمر اولاد دپاره وار په وار پچه اچولے شوه. نو د هغوئ نومونه د نتنى‌ايل زوئ سمعياه ليکلى وُو چې دا يو ليوے منشى وو. بادشاه، د هغۀ آفسران، صدوق اِمام، د ابياتار زوئ اخيمُلک او د ليوى قبيلې او د اِمامانو د کورَنو مشران ټول د دې ګواهان وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 24:6
12 Iomraidhean Croise  

د دربار منشيان، د سيسه زامن اليحورف او اخياه، تاريخ ليکونکى، د اخيلود زوئ يهوسفط،


د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،


دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.


دا هغه ترتيب دے چې په هغې کښې د څليريشتو کورَنو ډلو ته خپلې خپلې ذمه وارۍ حواله شوې وې: يهويريب، يدعياه، حارِم، شعوريم، مُلکياه، ميامين، هقوض، ابياه، يشوَع، سکانياه، اِلياسب، يقيم، خُفاه، يسباب، بِلجاه، اِمير، حزير، حفضيض، فتحياه، يحزقيل، يکين، جمول، دلاياه او معزياه.


نور ليويان د سامان د وړلو راوړلو او د مختلفو کارونو د کاريګرو مشران وُو او نورو به حِساب کِتاب ساتلو او څوکيدارى به يې کوله.


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


تر اوومې مياشتې پورې ټول بنى اِسرائيل په خپلو ښارونو کښې دېره شول. د دې مياشتې په اوله ورځ هغوئ ټول په يروشلم کښې د اوبو دروازې سره دننه د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. هغوئ عزرا عالِم ته ووئيل چې د موسىٰ د شريعت هغه کِتاب راوړى کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.


بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“


يو د شرعې عالم ورغلو او وې وئيل چې، ”اُستاذه، هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“


هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan