5 د اِلىعزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.
د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.
د اِلىعزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلىعزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو.
هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو.
د هر خاندان وړوکوالى او غټوالى ته کتلو نه بغېر به پچه اچولے شوه چې د کومې يوې دروازې څوکيدارى ورته حواله کړے شى.
د هغۀ آفسرانو په خپله خوښه خلقو، اِمامانو او د ليويانو د استعمال دپاره هم ځناور ورکړل. او د مالِک خُدائ د کور مشرانو آفسرانو، مشر اِمام خِلقياه، زکرياه او يحىايل اِمامانو له دوه زره او شپږ سوه ګډُورى او د چېلو بچى او درې سوه غوَيى ورکړل چې په اختر کښې قربانى شى.
شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو.
انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.
نو په دې وجه به زۀ د مقدس ځائ مشران رسوا کړم او زۀ به بنى اِسرائيليان مکمل تباهۍ او شرم دپاره مخصوص کړم.“
د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.
بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.
چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.
بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.
پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل.
مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو.
چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.
نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.