Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 24:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د اِلى‌عزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلى‌عزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 24:4
7 Iomraidhean Croise  

دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.


داؤد بادشاه د هارون د اولاد نه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق په ډلو کښې تقسيم کړل. په دې کار کښې د هغۀ مدد د اِلى‌عزر اولاد صدوق او د اِتمر اولاد اخيمُلک کولو.


د اِلى‌عزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې.


سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو،


کله چې يويقيم مشر اِمام وو، نو دا اِمامان د اِمامانو د قبيلې مشران وُو: د شراياه قبيلې اِمام مراياه، د يرمياه قبيلې اِمام حننياه، د عزرا قبيلې اِمام مسلام، د امرياه قبيلې اِمام يهوحنان، د مُلکُو قبيلې اِمام يونتن، د شبنياه قبيلې اِمام يوسف، د حارِم قبيلې اِمام عدنا، د مرايوت قبيلې اِمام حلقى، د عدو قبيلې اِمام زکرياه، د جِنتون قبيلې اِمام مسلام، د ابياه قبيلې اِمام زِکرى، د مينامين قبيلې يو اِمام هم وو. د معدياه قبيلې اِمام فِلطى، د بِلجاه قبيلې اِمام سموع، د سمعياه قبيلې اِمام يونتن، د يويريب قبيلې اِمام متنى، د يدعياه قبيلې اِمام عُزى، د سلى قبيلې اِمام قلى، د عموق قبيلې اِمام عِبر، د خِلقياه قبيلې اِمام حسبياه، د يدعياه قبيلې اِمام نتنى‌ايل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan