Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 24:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 داؤد بادشاه د هارون د اولاد نه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق په ډلو کښې تقسيم کړل. په دې کار کښې د هغۀ مدد د اِلى‌عزر اولاد صدوق او د اِتمر اولاد اخيمُلک کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 24:3
15 Iomraidhean Croise  

سِوا د دربار منشى وو، صدوق او ابياتار اِمامان وُو،


د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،


نو بادشاه د يوآب په ځائ بناياه د فوج مشر جوړ کړو او صدوق اِمام يې د ابياتار په ځائ مشر جوړ کړو.


داؤد صدوق او ابياتار اِمامان او دا شپږ ليويان يې راوغوښتل: اورى‌اېل، عساياه، يوايل، سمعياه، اِلى‌ايل او عمى‌نداب.


په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.


د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،


د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.


د اِلى‌عزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلى‌عزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو.


د اِلى‌عزر او د اِتمر اولاد دپاره وار په وار پچه اچولے شوه. نو د هغوئ نومونه د نتنى‌ايل زوئ سمعياه ليکلى وُو چې دا يو ليوے منشى وو. بادشاه، د هغۀ آفسران، صدوق اِمام، د ابياتار زوئ اخيمُلک او د ليوى قبيلې او د اِمامانو د کورَنو مشران ټول د دې ګواهان وُو.


اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.


داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan