2 ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلىعزر او اِتمر اِمامان شول.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”ما ته تۀ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو اويا مشران بره غر ته راشئ، خو نزدې مۀ راځئ او د لرې نه ما ته سجده وکړئ.
موسىٰ، هارون، ندب، ابيهُو او د بنى اِسرائيلو هغه اويا مشران غرۀ ته وختل.
هغوئ ته دا کمربند وتړه او ټوپۍ ورپه سر کړه. نو تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې. هغوئ او د هغوئ اولاد به د اِمامانو په توګه همېشه دپاره زما خِدمت کوى.
هارون د عمىنداب لور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر پېدا شول.
موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلىعزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربانګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده.
نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول.
خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربانګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“
ندب او ابيهُو په هغه وخت ووژلے شول کله چې هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو.
د هارون څلور زامن وُو، ندب چې د ټولو مشر وو، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر.
خو ندب او ابيهُو هغه وخت ووژلے شول چې کله هغوئ د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو چې د هغې اجازت نۀ وو. د هغوئ هيڅ اولاد نۀ وو، نو اِلىعزر او اِتمر د خپل پلار هارون په ژوندون کښې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.