اول تواريخ 24:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلىعزر او اِتمر. Faic an caibideil |
کۀ د اِمامانو د خِدمت وار وو او کۀ نه، خو چې کوم اِمامان هلته موجود وو هغوئ خپل ځانونه پاک کړل او د مقدس ځائ نه لاړل. ټولو ليويانو موسيقارانو، آسف، هيمان او يدوتون او د هغوئ ټولو خپلوانو د لټې جامې اغوستې وې. ليويان د چمټو او بينجو سره د قربانګاه سره نزدې نمرخاتۀ طرف ته ولاړ وُو او د هغوئ سره يو سل او شل اِمامان وُو چې بيګلې يې غږولې. د سندرغاړو او بيګلو غږوونکو آواز او ساز به په يو ځائ اوچتېدو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت او شُکر ادا کړى. ورسره يې بيګل، چمټې او نور څيزونه غږول، هغوئ به آواز اوچتولو او د مالِک خُدائ يې داسې صِفت کولو، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ، ځکه چې هغه مهربان دے، او د هغۀ مينه ابدى ده.“ بيا د مالِک خُدائ کور د وريځې نه ډک شو.
اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.