Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 23:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 داؤد ليويان په درېو ډلو کښې د هغوئ د قبيلو په مطابق تقسيم کړل، جيرسون، قُهات او مرارى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 23:6
18 Iomraidhean Croise  

د جيرسون دوه زامن وُو، لعدان او سِمعى.


دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر.


دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو،


داؤد هغۀ ته د اِمامانو او ليويانو د ذمه وارو ادا کولو اِنتظام، د مالِک خُدائ د کور د کار کولو او د کور د ټولو لوښو خيال ساتلو طريقه هم وښودله.


د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى.


د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى.


يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى.


بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،


حزقياه بادشاه د اِمامانو او ليويانو تنظيم هم بيا جوړ کړو، چې د هغې لاندې هر يو خپلې خاص ذمه وارۍ لرلې. په دې کښې د سوزېدونکو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو پېش کول، او د مالِک خُدائ د کور په دروازو کښې ثناء صِفت کول او شُکر ادا کول هم شامل وُو.


کله چې د فسحې اختر دپاره هر څۀ تيار شول، نو اِمامان او ليويان د بادشاه د حُکم په مطابق په خپلو ځايونو ودرېدل.


د ډلو په مطابق او د هغه ذمه وارو په مطابق په خپلو ځايونو باندې تيار ودرېږئ، کومې چې درته داؤد بادشاه او د هغۀ زوئ سليمان بادشاه حواله کړى دى،


اِمامانو ته د ذمه وارو حواله کولو دپاره سليمان د خپل پلار داؤد په اصُولو باندې عمل وکړو. هغۀ ليويان هم مقرر کړل چې په ثناء صِفت کولو کښې او د اِمامانو سره د هغوئ په کارونو کښې مدد کوى. او هغۀ د ډلو په مطابق په دروازو باندې څوکيداران هم ودرول، ځکه چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد هم دغه شان حُکم کړے وو.


هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.


د ليوى درې زامن وُو، جيرسون، قُهات او مرارى، هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو کومې قبيلې چې د هغوئ په نومونو ياديږى. د جيرسون دوه زامن وُو، لِبنى او سِمعى. د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل، او د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. هغوئ د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې د هغوئ په نومونو ياديږى.


د هغوئ سرونه غوړ کړے شول او د اِمامانو په توګه مقرر کړے شول،


د هغوئ خِدمت به د ډېرو مقدسو څيزونو خيال ساتل وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan