Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 23:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 23:4
16 Iomraidhean Croise  

نورو ليويانو ته د مالِک خُدائ په کور کښې باقى ټول خِدمت حواله شوے وو.


يهوسفط په يروشلم کښې ليويان، اِمامان او د ښار څۀ مشران اوسېدونکى قاضيان مقرر کړل، چې د مالِک خُدائ دپاره فېصلې کوى، او د يروشلم د اوسېدونکو لانجې هواروى.


يهويدع اِمامان او ليويان د مالِک خُدائ د کور د کار مشران مقرر کړل. د هغوئ کار هغه ذمه وارۍ سر ته رسَول وُو چې کومې ورته داؤد بادشاه حواله کړې وې او چې د موسىٰ د قانون په مطابق هغه نذرانې وسوزوى چې کومې مالِک خُدائ ته د موسيقۍ او خوشحالۍ سره پېش کيږى.


نور ليويان د سامان د وړلو راوړلو او د مختلفو کارونو د کاريګرو مشران وُو او نورو به حِساب کِتاب ساتلو او څوکيدارى به يې کوله.


د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو.


د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو.


په هره لانجه کښې دې اِمامان د قاضى فرائض ادا کړى او دا دې زما د حکمونو په مطابق فېصله کړى. هغوئ دې زما د ټولو مقرر شوو اخترونو دپاره زما په قانون او اصُول باندې عمل وکړى، او هغوئ دې زما د سبت ورځ مقدسه وساتى.


د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan