Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 23:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 23:31
11 Iomraidhean Croise  

خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“


او هر سحر او هر ماښام د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل، د هغۀ ثناء صِفت کول او د هغۀ شُکر ادا کول،


کله چې مرمت ختم شو، نو هغه پاتې شوى سرۀ زر او سپين زر بادشاه او يهويدع له ورکړے شول، چې هغوئ دا د مالِک خُدائ د کور د جامونو او نور سامان جوړولو دپاره استعمال کړل. چې ترڅو پورې يهويدع ژوندے وو، نو نذرانې به مسلسل د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کېدلې.


کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى.


د خوشحالۍ په ورځو کښې، د مياشتې په ليدو او ستاسو په نورو مقررو اخترونو کښې، کله چې تاسو سوزېدونکې نذرانې او خپلې د سلامتۍ نذرانې پېش کوئ نو تاسو به دې باندې بيګلې غږوئ. د بيګل آواز به ما ته ستاسو سره لوظ راپه ياد کړى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan