3 هغۀ د هغه ټولو نرانو ليويانو مردمشمارى وکړه چې عُمر يې دېرش کاله يا د دې نه زيات وو. دا ټول شمېر اتۀ دېرش زره وو.
داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل.
دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.
خو دا تقسيم د ډلو په مطابق نۀ وو. هغوئ هغه ټولو سړو له يوه برخه ورکوله چې د هغوئ عُمر درې کاله يا د دې نه زيات وو د کومو چې د خپلو عُهدو په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې د هرې ورځې ذمه وارۍ لرلې.
”د پينځويشتو کالو عُمر نه واخله هر يو ليوے به زما د حضور په خېمه کښې خپله د خِدمت ذمه وارى ادا کوى،