اول تواريخ 23:28 - Pakistani Yousafzai Pashto28 او هغوئ ته دا کارونه حواله شوى وُو: د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې د هارون د اولاد مدد کول، د کور د دربارونو او کوټو خيال ساتل، او چې کوم څيزونه مقدس وُو هغه هر څۀ د پليتېدو نه پاک ساتل، Faic an caibideil |
بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.