اول تواريخ 23:24 - Pakistani Yousafzai Pashto24 دا قبيله په قبيله او خاندان په خاندان د ليوى اولاد دے، چې د هغوئ هر يو نومونه ليکلے شوى وُو. د هغۀ د اولاد هر يو کس د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کولو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو. Faic an caibideil |
د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.