داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې په يروشلم کښې راغونډ شئ. نو د قبيلو ټول آفسران، هغه آفسران چا چې د بادشاهۍ اِنتظام کولو، د فوجى ډلو مشران، د بادشاه او د هغۀ د زامنو د جائيداد او د څاروو ذمه وار کسان، د محل ټول آفسران، تکړه فوجيان او نور بهادر سړى په يروشلم کښې راغونډ شول.