1 کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.
نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.
او اِسحاق ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو او هغه خپلو زامنو عِيسو او يعقوب ښخ کړو.
داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو.
بادشاه سلامت، تا د دې مېلمستيا اجازت ورکړے دے؟ خپلو وزيرانو او آفسرانو ته دې هم ونۀ وئيل چې ستا نه پس به بادشاه څوک وى؟“
نن به زۀ تا سره هغه لوظ پوره کوم چې ما درسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کړے دے، چې ستا زوئ سليمان به زما نه پس هم نن د بادشاهۍ په تخت کښېنى.“
سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه شو او د هغۀ بادشاهى مضبوطه قائمه شوه.
داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل.
هغۀ ما له ډېر زامن راکړل او د هغه ټولو نه يې سليمان خوښ کړو چې د مالِک خُدائ په بادشاهۍ يعنې په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړى.
هغه يو عزتمند او مالدار سړے وو او ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د هغۀ زوئ سليمان د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.