Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 22:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 22:6
15 Iomraidhean Croise  

فِرعون نوکرانو ته حُکم وکړو، نو هغوئ ابرام بوتلو او د خپلې ښځې او ټول مال سره يې د هغه مُلک نه بهر کړو.


داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بې‌غمه کړے وو.


کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو،


نو کله چې داؤد بادشاه په خپل محل کښې اوسېدو، يوه ورځ هغۀ ناتن پېغمبر راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې ښائسته کور کښې اوسېږم چې د دِيار د لرګى نه جوړ دے، خو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په خېمه کښې پروت دے.“


داؤد د هغوئ په وړاندې ودرېدلو او تقرير يې ورته وکړو، ”زما خلقو او زما وروڼو، ما ته غوږ ونيسئ. ما دا اراده کړې وه چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاره د آرام ځائ يعنې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د پښو چوکۍ جوړه کړم. ما د هغۀ دپاره د يو کور د جوړولو تيارے کړے دے.


چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو، موسىٰ خپل لاسونه د يشوَع په سر کېښودل او خپله مشرى يې ورکړه.


د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ ورځې رانزدې دى. يشوَع راوغواړه او مقدسې خېمې ته يې راوله، چې هلته هغۀ ته نصيحت وکړم.“ نو موسىٰ او يشوَع خېمې ته لاړل،


بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“


زۀ د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا له حُکم درکوم او تاکيد کوم چې په دې هداياتو بغېر د تعصب نه عمل کوه او د هيچا طرفدارى مۀ کوه.


د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan