Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 22:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 داؤد وفرمائيل چې، ”زما زوئ سليمان چې د مالِک خُدائ کوم کور جوړوى نو هغه دې خامخا د شان شوکت والا او په دُنيا کښې مشهور وى. خو هغه کم عُمره او ناتجربه‌کاره دے، نو زۀ به د هغې دپاره تيارے وکړم.“ نو داؤد د خپل مرګ نه مخکښې ډېر زيات سامان تيار کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 22:5
22 Iomraidhean Croise  

مالِکه خُدايه، زما خُدائ پاکه، تا زۀ د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړے يم، اګر چې زۀ د يو وړوکى ماشوم په شان يم او په هيڅ هم نۀ پوهېږم.


دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.


داؤد بادشاه ټولې غونډې ته وفرمائيل، ”زما زوئ سليمان هغه څوک دے چې خُدائ پاک خوښ کړے دے، خو هغه لا هلک او ناتجربه‌کاره دے. کوم کار چې کېدونکے دے هغه ډېر لوئ دے، ځکه چې دا د انسانانو محل نۀ دے بلکې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور دے.


بيا د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله د يربعام سره ملګرې شوه او هغوئ د سليمان زوئ رحُبعام خِلاف په هغه وخت کښې بغاوت وکړو کله چې هغه ډېر وړوکے او ناتجربه‌کاره وو او د هغوئ مقابله يې نۀ شوه کولے.


زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.


زۀ چې کوم کور جوړوم نو هغه به عظيم کور وى، ځکه چې زمونږ خُدائ پاک د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.


ما ته پته ده چې ستاسو د لرګو وهونکى سړى ډېر تکړه دى، نو ما له د لبنان نه د دِيار، سبر ونې او صُندل لرګى راولېږه. زما سړى به ستاسو د سړو مدد کوى،


دا کور اوس د شان او شوکت والا دے خو چې بيا کله هم څوک په دې تېريږى نو حېران به شى او تپوس به کوى چې، مالِک خُدائ د دې مُلک او د دې کور سره داسې بد ولې کړى دى؟


چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې.


هر کله چې زۀ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، او د خپلې مور اېک يو نيازبين زوئ وم،


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


او ستا هغه ښائسته او مقدس کور، چرته چې زمونږ پلار نيکۀ ستا ثناء صِفت کولو، اور سيزلے دے. او زمونږ د خوښې ټول ځايونو نه کنډر جوړ شوے دے.


هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.


په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟


د دې موجوده کور جلال به د مخکښې کور د جلال نه زيات وى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. او زۀ به په دې ځائ کښې امن راولم. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“


ځينې خلقو د خُدائ د کور او د هغې د ښکلو کاڼو او په ورکړے شوو نذرانو چې ښائسته کړے شوى وُو، د هغۀ په حقله خبرې کولې. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې،


د فسح د اختر نه مخکښې عيسىٰ ته معلومه شوه چې د دُنيا نه د هغۀ د جدايۍ وخت رانزدې شوے دے او هغه به خپل پلار ته ورشى. او د خپلو مريدانو سره يې په دې دُنيا کښې مينه وه، او تر آخره وخته پورې يې ورسره مينه وکړه.


هغه به ضرور لوئ او زۀ به ورکوټے شم.


ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan