Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 22:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو اوس د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک لټون وکړئ. د مالِک خُدائ کور جوړول شروع کړئ، نو چې تاسو په هغې کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه نور ټول مقدس سامان کېږدئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعماليږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 22:19
24 Iomraidhean Croise  

”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې.


ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق دپاره د يو ځائ بندوبست کړے دے چې په هغې کښې د مالِک خُدائ د تړون هغه تختې پرتې دى چې د کوم لوظ هغۀ زمونږ د پلار نيکۀ سره کړے وو چې کله يې د مِصر نه راوويستل.“


بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو.


په دې باندې خوشحالى وکړئ چې مونږ د هغۀ يُو، چې څوک د هغۀ طلب کوى هغه ټول دې خوشحاله شى.


د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون کوئ او هر وخت د هغۀ په حضور کښې اوسئ.


لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم.


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو.


بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د خپل خاص ځائ يعنې د خُدائ پاک د کور دنننى زيات مقدس ځائ ته راوړو او د وزرو والا مخلوق لاندې يې کېښودو.


ما په هغه کور کښې د لوظ صندوق اېښے دے چې په هغې کښې د هغه لوظ د کاڼو تختې دى کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره کړے دے.“


بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.


مالِک پاس د آسمان نه ګورى ټول بنيادمان هغه ګورى چې په رښتيا په دُنيا شته داسې پوهان، څوک شته په دې دُنيا د خُدائ متلاشيان.


د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.


او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم.


پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.


تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.


نو بيا زۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدم او هغۀ ته مې مِنت زارى وکړه او روژه مې ونيوله، او ما د ټاټ جامې واغوستلې او په خپل ځان مې ايره ونوستله.


اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ.


بره غر ته لاړ شئ او لرګى ترې لاندې راوړئ، او زما کور جوړ کړئ، نو چې زۀ پرې خوشحاله شم او عزتمند شم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.


خو کۀ هلته تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ولټوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ لټون وکړئ نو تاسو به هغه ومومئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan