Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 22:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے. هغۀ په ما باندې هغه ټول خلق فتح کړل کوم چې په دې مُلک کښې اوسېدل او هغوئ اوس ستاسو او د مالِک خُدائ لاندې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 22:18
14 Iomraidhean Croise  

داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بې‌غمه کړے وو.


خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم.


داؤد وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک خپل خلق په امن کړى دى او هغه به په خپله په يروشلم کښې د تل دپاره اوسيږى.


په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.


يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.


نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.


ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،


صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan