Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 22:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 22:14
10 Iomraidhean Croise  

سليمان بادشاه ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل


سليمان د زېړو دا څيزونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو د دې وزن کله هم معلوم نۀ کړے شو.


سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو.


تا سره ډېر د کار والا سړى دى. د کاڼو جوړولو دپاره سړى شته او ګِلکاران او ترکاڼان شته، هم داسې په لوئ شمېر کښې اُستاذان موجود دى چې هر قِسم کار کولے شى


هغۀ د مېخونو او د لرګى دروازو د تړلو د پټو دپاره په لوئ مِقدار کښې اوسپنه، او دومره ډېر زېړ ورکړل چې هيچا هم نۀ شُو تللے.


ما د خپل خُدائ پاک د کور د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنې، لرګى، د اونيکس کاڼو او جواهراتو، د ښائسته کاڼو ټوکړو او د سنګِ مرمر د مِقدار تيارولو هر کوشش کړے دے.


هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو.


د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan