12 او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې.
او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.
نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“
نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.
اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.
د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بېلارې کوى.
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.