Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 22:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 داؤد خپله خبره جارى وساتله، ”نو زما زويه، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا مل شى او هغه دې خپله وعده پوره کړى چې تا د هغۀ دپاره په کور جوړولو کښې کامياب کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 22:11
11 Iomraidhean Croise  

لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“


داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بې‌حوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.


د داؤد بادشاه زوئ سليمان خپله بادشاهى ښۀ مضبوطه کړه او مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د هغۀ مل وو او هغه يې ډېر طاقتور کړو.


اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده، زۀ د خپل پلار نه پس د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے يم او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د نوم درناوى دپاره يو کور جوړ کړے دے.


اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.


”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.


مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.


مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“


خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan