1 نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربانګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“
هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“
هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه.“
يا به تۀ ما ته دا ووائې چې تۀ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه کوې. خو دا هغه خُدائ پاک نۀ دے چې حزقياه د هغۀ علاقائى عبادتخانې او قربانګاه ختمې کړې، او هغۀ د يهوداه او د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې صِرف په يروشلم کښې د قربانګاه سره عبادت کوئ.
خو داؤد د دې جوګه نۀ وو چې هلته لاړ شى او د خُدائ پاک عبادت وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ د فرښتې د تُورې نه يرېدو.
نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.
دا هغه کس دے چا چې د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربانګاه تباه کړى دى او بيا يې د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف په يوه قربانګاه باندې عبادت وکړئ او خوشبويۍ سوزوئ.
او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.
چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.
مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.
تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے.