Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول تواريخ 21:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 داؤد خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما د دې کار کولو سره يوه سخته ګناه کړې ده. زۀ تا ته سوال کوم چې زما غلطى معاف کړه. ما د ډېر کم عقلتوب نه کار اخستے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول تواريخ 21:8
16 Iomraidhean Croise  

نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.


داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.


زۀ به بيا په خلقو کښې سر څنګه اوچتوم؟ او تۀ به په بنى اِسرائيلو کښې بېخى بې‌عزته يې. زۀ ستا مِنت کوم چې بادشاه ته ووايه او زما دا يقين دے چې هغه به مې تا له درکړى.“


خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“


چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.


هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له د څۀ کولو مشوره راکوئ؟ زۀ هغه خلقو ته څۀ ووايم چې هغوئ ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم؟“


اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.


نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه. نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“ نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.


بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.


خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.


سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بې‌وقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ.


ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan