5 هغۀ داؤد بادشاه د دې نه خبر کړو او د هغه ټولو سړو شمېر دا وو چا چې جنګ کولے شو: په بنى اِسرائيلو کښې يوولس لاکه او په يهوداه کښې څلور لاکه او اويا زره.
هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو.
خو بادشاه په يوآب باندې دا حُکم ومنلو. نو يوآب لاړو او هغه د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې وګرځېدو او يروشلم ته واپس راغلو.
د کومو خلقو عُمر چې د شلو کالو نه کم وو نو داؤد بادشاه د هغوئ مردمشمارى ونۀ کړه، ځکه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه چې هغه به بنى اِسرائيليان د آسمان د ستورو په شان ډېر تېر کړى.
د ضروياه زوئ يوآب مردمشمارى شروع کړه، خو مکمله يې نۀ کړه. خُدائ پاک د مردمشمارۍ په وجه بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه، نو ځکه د داؤد بادشاه په سرکارى حِساب کِتاب کښې د هغې آخرى تعداد ونۀ ليکلے شو.